پیغام

 

welcome to Afghanonline

 

 

د کال اوښتون له ځان سره څه پیغام لري؟

حبیب مجاهد

یو بل کال تېر شو، د نړۍ په لراوبر کې د نوي میلادي کال په مناسبت جشنونه جوړ شول، اورلوبې وشوې او نوې کلیزې بازار ته راووتې. که یوې خوا ته عیسوي نړۍ د نوي میلادي کال د رابریدو په خوښیو کې غرقه ده، بل اړخ ته په اسلامي دنیا دغم او ماتم وریځې خپرې دي. د شام، عراق، افغانستان، لیبیا، یمن، برما او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دمسلمانانو غمونه پر خپل ځای چې تازه په تازه ورباندې د بیت المقدس د رسمي اشغال ویرجن داستان هم د پاسه شو. دې حوادثو مسلمانان له یوې مخې له روحي ځور او اندیښنو سره مخامخ کړي دي.تر دې چې ځینې خو یې د مطلقې ناامیدۍ او روحي شکست تر پولې رسولي دي.

خو د کال بدلون له ځان سره یو بل امید بښونکی پیغام هم لري. دا چې شپه او ورځ تیریږي، که څه هم د اوښکو په بدرګه او د ویر له ساندو سره همغاړې وې خو په تلو تلو کې دا هیلې تر شا پریږدي چې د دې جهان هر وړ حالت او امتحاني مرحله تیریدونکې ده.د غم شپه که هر څه اوږده وي، دحزن کال که هر څومره ستونزمن وي، د خزان یخ که هر څو زمولوونکی وي خو بالاخره تیریږي، پناه کیږي او ځای د پسرلي عطرورینو وږمو ته پریږدي.

ادامه نوشته

استعمار پژندنه لمړی برخه

استعمار پژندنه

استعمار پژندنه

د استعمار ډولونه استعمار اسباب او داسی نور.... مکمل درسونه له افغان آنلاین ځخه ترلاسه کړی.

د استعمار درس لمړی برخه (صوتی فایل)

 

پر افغانستان د امريکا  شپاړس کلن یرغل

پر افغانستان د امريکا يرغل شپاړس کلن شو

شپاړس کاله دمخه د ميزان په پنځلسمه، امريکا د افغانستان پر پاکه خاوره د ناټو پوځونو په ملګرتيا يرغل وکړ او تر يو لک شلوزرو زيات پوځونه یې د هوايي ځواک په بدرګه افغانسان ته را داخل کړل. هغه مهال لا د پخواني شوروي د درېم يرغل زخمونه نه وو روغ شوې. روسانو له پرنګه را وروسته پر افغان خاوره په درېم ځل په پوره تېروتنه بيا  يرغل وکړ چې په پايله کې یې د امريکا يرغل ته هم زمينه برابره کړه.

امريکايي پوځونو د نوي عصر په انسان وژونکو وسلو شپاړس کاله دمخه د ميزان په پنځلسمه پر افغانستان يرغل وکړ. هغه وسلې یې په تېرو شپاړسو کالو کې پر افغان بې ګناه او بې دفاع ولس وازمايلې، کومې چې د ويتنام له ناکامې جګړې وروسته نه وې ازمايل شوې. هغه له غروره ډک پوځونه، چې افغان ولس یې د هر ډول بې رحمه بمباريو، عملياتو او وژنو تر څنګ هېواد هم په کنډوالو بدل کړ، لا هم خپلو جناياتو ته د دوام پلمې په نظر کې لري.

امريکا چې پر افغانستان يرغل کاوه، د وخت جابر او وحشي بش خپلو پوځونو ته پر افغان مظلوم ولس د بمبار امر ورکړ. د هېواد په ټولو ولاياتو کې یې خپل جنايات سر ته ورسول او لا یې د جناياتو لړۍ دوام لري. د دې تر څنګ يوازې دا غميزه نه ده چې د يرغل پر مهال یې افغانان په پوره بې رحمۍ سره شهيدان کړي دي؛ په افغانستان کې د  نورو ورانيو، تباهيو او افغان بې دفاع ولس د شهادتونو لپاره بېلابېلې پلمې جوړوي او غواړي تر نامعلومو کلونو پورې د خپلو غلامانو په مرسته په افغانستان کې پاتې شي.

د ميزان پنځلسمه د نورو يرغلګرو د يرغل په څېر يوه توره ورځ ده چې د افغانستان په تاريخ کې به د تل لپاره ثبت وي. پر افغانستان د امريکايي يرغل که شپاړس کاله پوره شول، خو هغه د شپاړسو کالو ارمان یې زيات شمېر پوځونو او پوځي منصبدارو له ځانه سره تورو خاورو ته يووړ چې د يرغل په پيل کې یې په افغانستان کې د خپل تېري کاميابي شپاړس ورځې ياده کړې وه.

افغان مجاهد ولس لکه څرنګه چې د روسي يرغلګرو په وړاندې په خپل پوخ ايمان او عقيده په تش لاس مقاومت وکړ، دا ډول یې د امريکايي پوځونو مقاومت ته هم د ايمان په وسله تر پايه ټټر وهلى دى. امريکايي پوځونو ته به هغه وخت د افغان ولس د مقاومت معلومات وشي (او تر څه حده ورته شوي هم دي) چې د روسانو په څېر وروستی يرغلګر یې له افغانستانه د تيښتې لار ونيسي.

که امريکايي پوځونه له يرغله تر نن ورځې پورې په امريکايي ډول ډول نویو جوړو شویو وسلو سمبال دي، افغان ولس په څوارلس سوه کلنه ايماني عقيده سمبال دى؛ تر هغې چې د امريکا او ناټو پوځونو ته یې ماته نه وي ورکړې، خپل مقاومت ته به د خپلې کاملې ازادۍ  ترلاسه کولو پورې دوام ورکوي.

د خپلواک آزاد او اسلامی افغانستان په هیله

خواهرم هوشیار باش.

جامعه مدنی، حقوق زن و حقوق بشر

به نام آزادی

گرگ ها در حق گوسفندها تظاهرات کردند که آنها باید آزادی داشته باشند. چرا حقوق آنها پایمال می شود و در آغول زندانی شده اند.

 

چون گوسفندی این صدا را شنید به گوسفندان دیگر گفت گوش کنید، دارد در حق ما تظاهرات می شود، برویم ما هم شرکت کنیم و صدای حقوق خودمان را به گوش دیگران برسانیم.

 

گوسفند پیری گفت: دخترم هوشیار باش این گرگ ها دشمنان ما هستند در فریب گفته شان قرار نگیر!

 

اما گوسفندان جوان به حرفش گوش ندادند و همه با هم صدا سر دادند که مادر زمان شما با ما فرق می کند اکنون عصر جدید است و کسی حق ندارد حق کسی را ضایع کند. گرگ ها چطور دشمن ما هستند در حالی که از حقوق ما صحبت می کنند. 

 

گوسفند پیر گفت دخترم اینها در پی هلاکت و نابودی شما هستند! خودتان را قبل از اینکه شکم هایتان پاره پاره نشده از شرشان نجات دهید. اگر در فریب گفته هايشان قرار گرفتید شکم های همه تان را پاره پاره می کنند. 

 

که با شنیدن این حرف گوسفند پیر، گوسفند جوان خشمگين شد و گفت: مادر تو که پیر شده ای بزار ما به آزاديمان برسیم و نفس راحتی بکشیم و در چراهای سرسبز و شاداب و باغ های زیبا با آزادی قدم بزنیم. تو که پیر شده ای چه می دانی که آزادی یعنی چه؟ تو نصیحتت را پیش خود نگه دار، ما دیگر بیشتر از این قید و بند را تحمل نخواهیم کرد.

 

با گفتن این سخن، همه گوسفندان جوان نعره های آزادی آزادی سر دادند و اعتصاب غذا کردند چون نگهبان آغول این وضعیت را دید مجبور شد آنها را باز و آزاد کند.

 

وقتی گوسفندان آزاد شدند، بسیار خوشحال بودند و از خوشحالی زیاد نعره سر می دادند و این طرف و آن طرف می پریدند و   بیرون می دویدند!

 

اما متاسفانه گرگ ها بر گوسفندان معصوم حمله آور شده و شکم هایشان را پاره پاره کردند.

 

 

 حال امروزه صحبت کنندگان از حقوق زن نیز گرگ های وحشی هستند که در حقیقت برای رسیدن به زنان خواهان آزادی شان هستند که در واقع تشنگان خون زنان هستند.

 

آنها در فکر حقوق زنان نیستند بلکه در فکر رفع تشنگی خود هستند.

 

 خواهرم هوشیار باش.

دروغ گویی، عامل اصلی بدیها…!!!

دروغ ممنوع

 

انیسه "غزنوی"

إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّارٌ سورة الزمر آیت نمبر(۳)

ترجمه: به تحقیق خدا آن کسی را که دروغ پرداز ناسپاس است هدایت نه میکند.

….فَاجْتَنِبُوا الرِّجْسَ مِنَ الْأَوْثَانِ وَاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّورِ سورة الحج آیت نمبر (۳۰)

ترجمه: …پس از پلیدی بت ها اجتناب کنید و از گفتار دروغ دوری گزینید.
قال رسول الله(ص): … وَإِيَّاكُمْ وَالْكَذِبَ، فَإِنَّ الْكَذِبَ يَهْدِي إِلَى الْفُجُورِ، وَإِنَّ الْفُجُورَ يَهْدِي إِلَى النَّارِ، وَمَا يَزَالُ الرَّجُلُ يَكْذِبُ، وَيَتَحَرَّى الْكَذِبَ حَتَّى يُكْتَبَ عِنْدَ
اللَّهِ كَذَّابًا متفق علیه

ترجمه: رسول الله(ص) فرموده اند: …. و از دروغ پرهیز کنید، زیرا دروغ به فجور(بدی و بی حیایی) می کشاند، و فجور به آتش می کشاند و همیشه انسان درغ میگویند و کوشش دروغ گویی را میکند تا آن که نزد خداوند(ج) کذاب(دروغ گوی) نوشته شود.

دروغ گویی اساس و بنیاد همه بدی ها و جزء از منافقت است. دروغ گویی شخیت انسان را بی ارزش ساخته مقام وی را نزد الله(ج) و هم نزد مردم جامعه حقیر و پست میسازد.

دروغ گویی باعث مشکلات روحی و جسمی، اخلال در خانواده، فساد در جامعه و از همه مهمتر این که دروغ گویی به سلامت پیکره انسانی ضربات شدید وارد میکند. دورغ آن عادت مذموم و نا پسندیده است که اعتماد انسان را میان مردم جامعه از بین می برد.

دروغ گویی موجب زیان های روحانی و مادی افراد جامعه گردیده به اثر عمومیت آن در یک جامعه، سبب هلاکت و بربادی افراد آن جامعه میگردد.

دروغ گویی آن صفت مذموم است که در کار های خیر و فلاح، خوشبختی و سعادت و ترقی دینی و دنیاوی را بر روی افراد جامعه بسته مینماید و جامعه که افراد آن به این عمل قبیح مبتلا باشد همیشه به رنج ها، مصایب و نا امنی روبرو میشود.

دروغ گویی قلب و دماغ انسان را تاریک ساخته انسان را از رحمت بی پایان الله تعالی بی بهره میسازد و همین عمل زشت است که انسان را موجب لعنت الله تعالی میگرداند.

…. فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ سورة آل عمران ایت نمبر (۶۱)

ترجمه: و لعنت خدا را بر دروغ گویان بفرستیم.

در قرآن کریم بعد از شیطان، یهود، کافران و منافقان مستحق لعنت الله(ج) قرار گرفته اند اما دروغ آن عمل نا پسند است که مسلمان هم با گفتن آن
موجب لعنت الله(ج) قرار میگیرد.

از همین جهت است که درغ گفتن را نه تنها دین مقدس اسلام بلکه تمام ادیان عمل و پدیده ای بد و قلمداد کرده اند.

دین مقدس اسلام تمام انواع و اقسام دورغ را حرام دانسته و برای انسان دروغ گو جزای سنگین تعین نموده است.

پس لازم است که انسان از هر گونه دروغ خودداری نماید تا در نزد خداوند(ج) در زمره دروغ گویان شمرده نشود.

 

قاري سدیسه ! د الله نه خو نشرمیږی د مخلوق نه خو شرم وکړه

سدیس

قاري سدیسه !تاته شرم نه دریږي ؟

یکوال: خالد وزیروال

د هغه مسجد امامه! د کوم مسجد امامتي چې رسول الله او صحابه و کړې ، د کوم مسجد بنیاد چې ابراهیم علیه السلام په خپلو مبارکو لاسو کیښود ، هغه مسجد چې د ځمکې پر مخ تر ټولو بهترین مسجد او د مسلمانانو ددین مرکز دی ، دا هغه خاوره ده چېرته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پیدا شوی ، لوی شوی او ددین دعوت یې په کې غردینه او بې دینه خلکو ته ورکړی.
سدیسه! ته پوهېږې خلکو تاته څومره احترام درلود؟
دومره چې ته یې فکر هم نشې کولای خو دا حترام تاته خلکو ستا د ذات په وجه نه درلود ستا د نسب او شهرت په وجه یې نه درلود ، ستا د مال په وجه یې هم نه درته درلود بلکې یواځینی لامل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په محراب کې د درېدو له امله او پر هغه د نازل شوي قرآن د تلاوت له امله یې درته درلود، خو ته به نه وې خبر چې هغه هرڅه تا په سیند لاهو کړل هغه هر څه تا اوبو ته د تېر شوي خوب په څېر وګرځول .
سدیسه! تاچې د خپل دین دوښمنان یهود دسولې او امن مشران بلل تاته له هغه قرآن نه حیا نه درتله چې تاته فرمایي: ولن ترضی عنك اليهود ولانصری (یهود او نصری له تاسې نه هیڅ کله نه راضي کیږي)

تاته ددې ایت نه چې تا په خپله خوله تلاوت کولو شرم نه درتللو: لتجدن اشدالناس عداوة اللذین امنو الیهود والذین اشرکو ( ته به یهودیان او مشرکان مونده کړې په خلکو کې د مسلمانانو تر ټولو سخت ترین دوښمنان) ؟
تاته د کعبې له امامته هم حیاء نه درتلله؟
تاته نن کوم نوی ایت نازل شو چې یهود امن پسند او مسلمانان شرپسند دي؟ تاته نن دا جواز چا درکړو چې ته له یهودو سره په یوه کاسه خوراک کوې؟
خو زه پوهیږم چې ته ددې پوښتنو ځواب نشې ویلی.
زه پوهیږم ته وپلورل شوې تا خپل امامت، تلاوت، عزت، ارزښت د یهودو په وړاندې د اعتماد پیدا کولو لپاره وپلورل ، خو دا مه هېروه چې یو وخت د همدې کعبې په شاوخوا کې ابوجهل هم اوسیده ، عتبه شیبه ابی ابن خلف او ابولهب هم اوسیده ، ځانونه یې د کعبې مشران او منجوران بلل خو څه وشو هغه خلک په کومه لاره لاړل او اوس په کوم ځای کې دي؟ زه باوري یم چې ته به هم له هم له هماغه خلکو سره همالته یوځای وې ان شاء الله .

سدیسه! تاکه د یهودو په وړاندې اعتماد تر لاسه کړ خو هغه مظلومو مسلمانانو ته بې ارزښته شوې څوک چې ستا دعاو ته به یې انتظار کوو، چا به چې ته خپل پیشوا او امام بللې ، هغه مظلوم مسلمانان چې ستا په لور یې د مرستې لاسونه غځولي وو ستا د دعاو تمه یې درلوده هغه ټول نن تا هېر کړل، تا دهغو مظلومانو آه درک نه کړو د هغوی سوو کړیکو په تا هیڅ اثر ونه کړ، د هغوی په مخ ورکې شوې خوشحالۍ تاهیڅ راونه ګرځولې ، بالعکس د هغوی په زخمونو د مالګو دوړولو کوښښ کوې ، ایا دا به د هغو مسلمانانو میندو چې بچیان یې یهودو ورته ټوټه او دانه دانه کړل، په بمو یې پرچه پرچه کړل، په اور یې وسوځل له خاورو سره یې خاورې کړل درته هېر شي؟ نه والله هیڅ کله هم نه
دا دې هم باید په یاد وي چې نور تاته څوک قاري سدیس نه وایي، تا څوک د کعبې امام نه بولي، تاته څوک د شیخ او پېشوا نظر نه کوي ، اوس ته یو غلام یې ، اوس ته د پردیو د لاس آله او د پردیو په لاس لوبېدونکی ګوډاګی شوې اوس قرآن هم ستا له ستوني نه کوزیږي اوس دقرآن نور هم لتا کډه کړې ځکه چې:
دکعبې په بزرګۍ څه شک نشته
ولې خر به حاجي نشي په طواف